الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په شپږمه ناحیه کې د ګذر وکالت لپاره ټاکنې ترسره شوې!

23 جدی 1399

د کابل ښاروالۍ له لوري د ګذر وکالت ټاکنو د نوې مقررې له مخې د شپږمې ناحیې د ۳۴ ګذر( د بهادرخان فورمولیانو سیمې) لپاره د ګذر وکالت ټاکنې د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال سرڅیړونکي محمد فاضل شریفي او د ټاکنیزو څارونکو بنسټونو په شتون کې په پوره شفافه توګه ترسره شوې.  د ټاکنو په پایله کې ښاغلي محراب الدین فورمولي وکولای شول د سیمې د اوسیدونکو د ۱۸۵ شفافو رایو په ترلاسه کولو سره د یاد ګذر د وکالت څوکۍ ترلاسه کړي. د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال وویل چې، د ګذر وکیلان د خلکو او مسئولانو ترمنځ د نښلوونکي پل حیثیت لري او له همدې امله باید د ټولنیزو ستونزو په حل او ښاري ابادۍ کې خپل رول ادا کړي.  کابل ښاروالي د ګذر وکالت لپاره د نوې مقررې له مخې ټاکنې لومړی په هغه ناحیو کې چې وکیل یې مړ وي، استعفا یې ورکړې وې او یا ترې د خلکو شکایت موجود وي ټاکنې کوي او بیا به دا پروسه په ټولو ناحیو کې تطبیق شي.