د دیارلسمې ناحیې اړوند د پل خشک او ورڅيرمه سیمو له سړکونو خنډونه پاک شول او د ټولو ښاریانو پرمخ پرانیستل شول . په یاد سړکونو هغه خنډونه چې د تګ راتګ پر وړاندې یې ستونزې را ولاړې کړې وې لرې شول او د ترافیکو جریان پکې تنظیم شو. کابل ښاروالي له دې کبله چې سړکونه او پلې لارې عام ملکیتونه دي له سړکونو د خنډونو لرې کولو ته دوام ورکوي. موږ له ټولو ښاریانو هیله کوو، څو د خنډونو لرې کولو په عملیاتو کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي. کابل ښاروالي هڅه کوي، څو ښاریانو ته منظم ژوند برابر کړي څو ټول ښاریان خپل ژوند په مصئونیت او په اسانتیاوو کې تیر کړي. د یادو سړکونو په خلاصیدو سره به ډیر ژر په اقتصادي او امنیتي برخه کې په ښار کې د غوره تغیر شاهدان و اوسو.
په دیارلسمه ناحیه کې د پل خشک او ورڅیرمه سیمو له سړکونو خنډونه پاک شول!
23 جدی 1399