الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په لسمه ناحیه کې یو شمیر ښاریانو خپل اړوند کانګریټي خنډونه په خپله لرې او تنظیم کړي دي!

23 جدی 1399

د یو شمیر با احساسه ښاریانو له لوري د لسمې ناحیې اړوند په یو شمیر سړکونو کې اړوند کانګریټي خنډونه خپله د دوی له لوري لرې او تنظیم شول. د اجرائیه ریاست پخواني مرستیال انجنیر محمدخان او د ملي اعتدال ګوند مشر ښاغلي جمیل کرزي خپل اړوند کانګریټي دیوالونه په خپله خوښه لرې کړي دي،چې کابل ښاروالي د دوی له دې ښاري احساس ستاینه او قدرداني کوي. اړینه ده ټول ښاریان په دې برخه کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي. سړکونه او پلې لارې عام ملکیتونه دي چې په ټولو ښاریانو پورې اړه لري او د سړکونو په خلاصیدو سره به ډیر ژر په ښار کې د غوره او مثبت ټولنیز او اقتصادي تغیر شاهدان و اوسو.