د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ښاري پیښو په اړه د کابل ښاروالۍ ګډه تخنیکي غونډه ترسره شوه!

25 جدی 1399

د کابل ښاروالۍ او بیړنیو پیښو ته د رسیدو په چارو په چارو کې د دولت وزارت ترمنځ د دواړو ادارو د مسئولینو ترمنځ،د ښاري پیښو د مدیریت په اړه د همغږۍ غونډه ترسره شوه. په غونډه کې د کابل ښاروالۍ د ترانسپورټ او فرافیکو مرستیال سهراب صدیقي، بیړنیو پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت د انسجام مرستیال محمد قاسم حیدری، د دواړو ادارو رئیسانو او سلاکارانو ګډون کړی وو او د ښاري پيښو په مدیریت کې یې د دواړو ادارو په همغږۍ او ګډ کار خبرې اترې وکړې. د کابل ښاروالۍ د ترانسپورټ او ترافیکو مرستیال وویل چې، دا اداره د ښاري پیښو په مدیریت کې کاري مخینه او ظرفیت لري او بیړنیو پیښو ته د رسیدو په چارو کې له دولت وزارت سره د پیښو په مدیریت کې هر اړخیزې همکارۍ او کار ته چمتو دي. د کابل ښار د زیانمنو سیمو پیژندنه، په ښار کې د بیړنیو پیښو پر وړاندې د مبارزې اړه چمتوالی او یو شمیر نور موارد په دې غونډه کې و ارزول شول چې په ګډه به د غوره پایلې لاسته په اړه کار کوي. ورته مهال بیړنیو پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال وویل چې، د بیړنیو پیښو پر وړاندې د چمتوالي د عالي کمیسیون او د کابل ښاروالۍ د وړاندیز له مخې ټاکل شوې ده د ښاري پیښو پر وړاندې د چمتوالي ګډه اداره رامنځته او ډیر ژر په فعالیت پیل وکړي. د غونډې په پای کې د ښاري پیښو د مدیریت په اړه د یوې دایمې کمیټې په رامنځته کیدو، د کاري کړنلارې په ترتیب، د دندو او مسئولیتونو په ویش لازم تصمیمونه ونیول شول، چې د یاد مرکز د جوړیدو طرحې په تطبیق سره به، ظرفیت او توانايي ډیره او د بیړنیو پیښو له امله رامنځته کیدونکي زیانونه به تر ټولو ټیټې کچې ته ورسیږي.