د غوره ښاري نظم د راتګ په موخه د ښاري نظم عملیاتي پلان له مخې د کابل-جلال اباد سړک د ګمرک سیمه او د یادې ناحیې نورې سیمې چې د یو شمیر عاصیبینو له لوري غصب شوې وې او د پاکولو د عملیاتو په لړ کې یې په مقاومت کولو سره د کابل ښاروالۍ له مسئولانو سره د فزیکي او لفظي شخړې شخړه وکړه، چې د څو تنو د ټپې کیدو او د ماشینونو د ژوبل کیدو سبب هم شول، له ښاري بې نظمیو پاکې شوې د عملیاتو په لړ کې په زرغونو سیمو او پلو لارو کې د صنفونو ناقانونه رغونې او نور خنډونه ونړول شول. د عامه ملکیتونو بیرته راګرځول چې په ټولو ښاریانو پروې اړه لري زموږ لومړیتوب دی او جدي توګه به هغه ته رسیدنه کیږي، څو ښاري نظم په ټولو سیمو رامنځته او پراختیا ومومي.
په نهمه ناحیه کې د ښاري نظم عملیاتي پلان تطبیق نورو سیمو ته هم وغځول شو!
25 جدی 1399