الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د یو ویشتمې ناحیې په سړکونو او کوڅو د جغل اچولو کار پیل شو!

25 جدی 1399

کابل ښاروالۍ د اړتیا له مخې تر هغه وخته چې بنسټیز کار پرې پیل کیږي،د یو ویشتمې ناحیې په یو شمیر سړکونو او کوڅو د جغل اچولو کار پیل کړ. کابل ښاروالي هغه ناحیو ته چې کمه پاملرنه ورته شوې،په خپلو لومړیتوبونو کې ځای ورکړی او برابرې پراختیا ته په کتو به د ښار په بیلابیلو ناحیو کې یو شمیر د بیارغونې او زیربنایي پروژې پلې کړي،چې په دې سره به یو شمیر چاپیریالي ستونزې حل شي. کابل ښاروالۍ ټولو اړوندو څانګو ته لارښونه کړې څو هرې ناحیې له اوسیدونکو سره په همغږۍ لومړیتوبونه په ګوته کړي،څو نوې پروژې پکې پلې شي.