د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ګولایي پارک په سیمه کې د ناقانونه رغونو پاتې شوني چې موده مخکې نړول شوي وو ولیږدول شول

27 جدی 1399

کابل ښاروالۍ څه موده وړاندې د پارک ګولايي په زرغونه سیمه یا د کابل باغچه کې د یو رستورانټ او نورو ناقانونه تاسیساتو په نړولو کار پیل کړ،خو له دې کبله چې په دې سیمه کې فعالیت کوونکو خپل مالونه لیږدول دا کار وځنډول شو.  د یادې سیمې د بشپړې پاکونې په موخه د یادې ادارې پرسونلو ته دنده ورکړل شوه،څو د خنډونو پاتې شونې په بشپړه توګه له منځه یوسي او ولیږدوي. دا کار به ښکلا ته د برابرولو په موخه تر راتلونکو دوه ورځو پورې دوام ومومي. یاده زرغونه سیمه د واټ په مینځ کې ده چې،تر اوسه ترې ناسمه او ناقانونه ګټه پورته کیده او د ښاري بې نظمۍ او په ورڅیرمه سړکونو کې د ګڼې ګوڼې ډیریدو سبب ګرځیدلې وه. کابل ښاروالي ژمنتیا لري،څو د کابل په ټولو سیمو کې ښاري نظم رامنځته کړي او په دې برخه کې به د امنیتي سرتیرو په مرسته جدي ګام اخلي.