د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په شپاړلسمه ناحیه کې د ګذر وکالت ټاکنې ترسره شوې!

27 جدی 1399

د کابل ښاروالۍ له لوري د ګذر وکالت ټاکنو د نوې مقررې له مخې د شپاړلسمې ناحیې د ۲۵ ګذر وکالت لپاره ټاکنې د کابل ښاروالۍ د مسئولانو او ټاکنو د څارونکو بنسټونو په شتون کې ترسره شوې. د ټاکنو په پایله کې ښاغلي روح الله هوتک وکولای شول د سیمې د اوسیدونکو د ۲۳۵ شفافو رایو په ترلاسه کولو سره د یاد ګذر و کالت څوکۍ خپله کړي. د ګذر وکیل د کابل ښاروالۍ او ښاریانو ترمنځ د پل حیثیت لري او په ښارۍ ابادۍ او د خلکو د ټولنیزو ستونزو په حل کې په مرسته کولو خپل مسئولیت ادا کوي. کابل ښاروالي د نوې مقررې له مخې لومړی په هغه ناحیو کې چې، د ګذر وکیل یې مړ وي، استعفا یې ورکړې وي او یا ترې د خلکو شکایت موجود وي ټاکنې ترسره کوي او وروسته دا پروسه په ټولو ناحیو کې پلې کیږي.