د برچي له قلعه نو څخه تر کابل- کندهار لویې لارې د شهید مزاري واټ د ساختمان د دوام کار، چې ۳.۷۹۱ کیلومتره اوږدوالی او ۴۰ متره پراخوالی لري، د بیلابیلو دلایلو له امله دردېدلی و،بیرته پیل او دوام لري د دغه سړک د ساختمان پاتې کار تر یوه کاله بشپړېږي او ګټې اخیستنې ته به چمتو شي. کابل ښاروالي دغه سړک د ۲۸۴ میلیونه افغانیو په ارزښت په اساسي ډول چې د یوه معیاري سړک ټول جزیات پکې شامل وي، رغوي. د کابل ښاروالۍ متخصصین به په دوامداره توګه د غوره کیفیت او ډيزاین مطابق د دې پروژې له پلي کېدو څارنه وکړي.
تر کابل- کندهار لویې لارې د شهید مزاري واټ د ساختمان کار۵۰ سلنه بشپړ شوی دی!
30 جدی 1399