د کابل ښاروالۍ د ګذر وکالت د نوې مقررې له مخې د اتلسمې ناحیې اړوند د لسم ګذر لپاره ټاکنې د کابل ښاروالۍ د مسئولانو او د ټاکنیزو څارونکو بنسټونو په شتون کې ترسره شوې. د ټاکنو په پایله کې محمد ځوان د سیمې د خلکو د ۴۸۸ شفافو رایو په ترلاسه کولو سره وکولای شول د یاد ګذر د وکالت څوکۍ خپله کړي.
په اتلسمه ناحیه کې د ګذر وکالت لپاره ټاکنې ترسره شوې!
1 دلو 1399