د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال: ادارې باید ګټورې چارې ترسره کړي او د خلکو د ډاډ وړ وګرځي!

2 دلو 1399

کابل ښاروال محمد دادود سلطانزوی د مرغومې ۳۰ نېټه له غرمې وروسته د ښاریانو د ستونزو اوریدو په لړ کې د دولسمې ناحیې اړوند د شینه سیمې له اوسیدونکو سره وکتل. په دې لیدنه کې د سیمې اوسیدونکو له کابل ښاروال سره خپل وړاندیزونه، غوښتنې او ستونزې له کابل ښاروال سره شریکې کړې.دوی دولسمې ناحیې په ځانګړې توګه د شینه سیمې ته له کابل ښاروال څخه د زیاتې پاملرنې، سرکونو رغونې، د کثافاتو مدیریت،زرغونو سیمه ته پاملرنه، له غصب څخه د ځمکو خلاصون، دپارکونو جوړولو او چاپیریال ساتنې په برخه کې د کار غوښتنه وکړه. د شینه سیمې اوسیدونکو د ښاري نظم او له مافیايي کړیو سره د جدي چلند په برخو کې د کابل ښاروال له ترسره کړو کړنو ستاینه وکړه. کابل ښاروال د دوی د ستونزو تر اوریدو وروسته وویل چې،په ښاري نظام کې ښاروال د خلکو خدمت کوونکی دی او تاسو ټول هر یو د درنښت وړ یاست. نوموړي له دې کبل چې پرته له سانسور څخه یې خپلې ستونزې او غوښتنې له ده سره شریکې کړې مننه وکړه او زیاته یې کړه چې،د دوی د وړاندیزونو پر بنسټ بیرته د ستونزو په حل کې د دوی ونډه اخیستل ګټور دي او اړتیا یې محسوسیږي. کابل ښاروال وویل چې، زموږ خلک اړتیا لري څو په ادارو کې اصلاحات وویني او اړینه ده د میاشې په تیریدو په ادارو کې ښه والی راشي څو خلکو ته غوره او ګټورې چارې ترسره کړي. ښاغلي سلطانزوی دغه راز وویل چې د ښاري نظم راتګ په برخه کې کارونه ترلاسه لاندې دي، چې په ټولیزه توګه به ناحیه په ناحیه ورته رسیدنه وشي. کابل ښاروال مسئولانو ته لارښوونه وکړه چې دشینه سیمې اوسیدونکو د ستونزو د حل په موخه لازم اقدامات ترسره کړي.