الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د دولسمې ناحیې په اړوند سیمو کې د ښاري نظم عملیاتي پلان تطبیق شو!

2 دلو 1399

د ښاري نظم عملیاتي پلان د تطبیق پر دوام، د دولسمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مینې په یو شمیر سړکونو د ښاري نظم عملیاتي پلان تطبیق شو. په دې عملیاتو کې، کپې، غرفې، سیارې کراچۍ او نور ناقانونه خنډونه او تاسیسات چې د زرغونو سیمو د غصب او د فرعي سړکونو د بندیدو سبب ګرځیدل پاک او له منځه یوړل شول. دغه راز له ورڅيرمه لاسي توکو پلورونکو او د غرفو له مالکانو سره خبرې شوې، چې خپله د خپلو ناقانونه خنډونو له لرې کولو اقدام وکړي، څو ښاري نظم رامنځته او د ښار په بڼه کې د مثبت او غوره تغیر شاهدان و اوسو. له سرغړونکو سره جدي قانوني چلند کیږي.