د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د مسئولانو او لسمې ناحیې اوسیدونکو ترمنځ مشورتي ناسته ترسره شوه!

4 دلو 1399

د ښاري نظم په راتګ کې د مسئولیت پیژندلو او ښار محوری په موخه،دکابل ښاروالۍ د مسئولانو د لسمې ناحیې د اوسیدونکو ترمنځ ناسته ترسره شوه. په یاده ناسته کې د کابل ښارالۍ مسئولانو، د عالمانو شورای غړو، سپین ږیرو، د مدني ټولنو غړو، د ګذر وکیلانو، د ښځو شورا استازو او د لسمې ناحیې ځوانانو، د همکارۍ پر روحیې، د مسئولیت منلو پر حس او په بنسټیزو پریکړو کې د ښاریانو پر رول، اقتصادي ودې، زرغونتیا او له مافیايي کړیو او قانون تښتیدونکو سره د مبارزې په موخه ګډون کړی وو. د غونډې ګډونوالو وویل چې،اړینه ده مسئولان د خلکو د اړتیاوو او روا غوښتنو له مخې خدمت وکړي او د ښاریانو رغونکي نظرونه او وړاندیزونه د پروګرامونو په پلي کیدو کې په نظر کې ونیول شي. د کابل ښاروالۍ مسئولانو وویل چې،د یادې ادارې پروګرامونه د چاپیریالي ستونزو د حل او د ټولیزې او اقتصادي سوکالۍ پر بنسټ جوړیږي، چې لومړیتوب ته په کتو کولای شو حل لارې پیدا او عملي کارونه ترسره کړو، څو د خلکو او مسئولانو ترمنځ فاصلې لمنځه لاړې شي او له بل لوري ټول د ښار پر وړاندې خپل مسئولیت ادا کړي.  ګډونوالو هر یوه په خپل نوبت د امنیت او ښاري نظم په برخو کې خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې که چیرته ټول خلک په ښاري نظم او د قانون په تطبیق کې همغږي و اوسي، کولای شو غوره ټولیزه سوکالي او ښاري ژوند تجربه کړو. دغه راز ګډونوالو د سړکونو پخولو، پاکۍ او ښکلا په برخو کې خپلې پوښتنې، وړاندیزونه او نظرونه وړاندې کړل چې د کابل ښاروالۍ د مسئولانو له لوري ورته وضاحت ورکړل شو.