له غصب د ځمکو او ملکیتونو بیرته راګرځولو لړ کې د یولسمې ناحیې اړوند اوه جریبه ځمکه وپیژندل شوه او له غصب بیرته را وګرځول شوه. له ناقانونه خنډونو او غصب د ځمکو را ګرځول دوام لري څو عمراني او د ښکلا پروژې په سمه توګه پلې شي. په یاده ناحیه کې د ورڅیرمه سیمو اوسیدونکي وایي،چې لاهم د ځمکو غصب شته او د کابل ښاروالۍ مسئولان دې هغه وپیژني او بیرته دې یې له غصب ازادې کړي او د یادې ادارې پروګرامونه پکې پلي شي.
په یولسمه ناحیه کې له اوه جریبه ډیره ځمکه بیرته له غصب ازاده شوه!
4 دلو 1399