د اړتیا له مخې د نهمې ناحیې د اړوند سیمو په کوڅو او سړکونو د چغل اچولو کار تر بنسټیزې رغونې پورې پیل شو. برابرې پراختیا او شته امکاناتو ته په کتو د ښار په بیلابیلو ناحیو کې زیربنايي او د بیارغونې پروژې پلې کیږي چې،ورسره به زیات شمیر د خلکو ستونزې حل شي. کابل ښاروالي له خلکو سره په همغږۍ لومړیتوبونه پیژني او وروسته د اړتیا وړ پروژې پکې پلې کوي.
په نهمه ناحیه کې د کوڅو او سړکونو د چغل اچولو کار پیل شو!
4 دلو 1399