د څلورمې ناحیې اړوند د کلوله پشتې ګذر د بیارغونې کار د ۱۰.۳۹ کیلو مترو په اوږدوالي جریان لري. ټاکل شوې ده د یاد ګذر د بیارغونې کار ډیر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته وړاندې شي. د ( کلوله پشتې اصلي سړک او تایمنیو سړک) نښلوونکي سړکونه د دې پروژې برخه ده، چې ډیر ژر به بشپړ او د اوسیدونکو د چاپیریالي ستونزو سربیره به ورسره د یادې سیمې ترافیکي ستونزې هم حل شي.
کلوله پشتې ګذر د بیارغونې کار به ډیر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته وړاندې شي!
6 دلو 1399