د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پاچا او شینه پلونو د ساختمان بنسټیزې چارې به ډیر ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وړاندې شي!

6 دلو 1399

ټاکل شوې ده د کابل لوګر سیند پر سر د شینه او پاچا پلونو د ساختمان چارې ډیر ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته وړاندې شي. کابل ښاروالي د کابل ښاریانو د تګ راتګ، د اسانتیاوو برابرولو، ټولنیزې او اقتصادې ودې په موخه د نهمې او شپاړلسمې ناحیې اړوند د شینه او پاچا پلونو د ساختمان بنسټیزې چارې دوه کاله مخکې پیل کړې وې، چې د پاچا پله اوږدوالی ۵۸ متره او پراخوالی یې ۲۸.۴ متره او د شینه پل اوږدوالی ۳۹ متره او پراخوالی یې ۲۸.۴ متره دی او په بنسټیزه توګه به د قلعه زمان شپته متره سړک پر امتداد جوړ شي. د یادو دواړو پلونو ډیزاین ته په کتو دا پلونه د سیمې اړتیاوو او اقتصادي دهلیزونو ته په کتو طراحي شوي دي، چې په بشپړیدو به یې د ترافیکي جریان د تنظیم او د سیمو د نښلیدو سربیره ، د یادې سیمې او ورڅیرمه سیمو اوسیدونکو ته زیات شمیر چاپیریالي اسانتیاوې رامنځته شي. همشهری، همکاری، شاروالی