الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شیراز تیلو ټانګ د ناقانونه تاسیساتو پاتې شونې پاک او ولیږدول شول!

6 دلو 1399

د اتمې ناحیې اړوند کارته نو تپې پر سر په زرغونه سیمه کې څه موده وړاندې د شیراز د تلو ټانګ ناقانونه تاسیسات په نړولو، له ملکیتونو د سمې ګټې اخیستنې او ښاري نظم راتګ په موخه د کابل ښاروالۍ له لوري اقدام وشو، خو په یاده سیمه کې د فعالیت کوونکو د شته مالونو له کبله چې له دې سیمې ولیږدول شي دا پروسه وځنډول شوه. تیره ورځ د کابل ښاروالۍ پرسونولو د سیمې د پاکولو او د ناقانونه تاسیساتو د پاتې شونو د لیږدولو په موخه اقدام وکړ او دا سیمه اوس مهال په بشپړه توګه تصفیه او پاکه شوه. د یاد تیلو ټانګ فعالیت کوونکو ته له مخې خبر ورکول شوی وو، چې خپل کاري وسایل او مالونه له دې سیمې چې د کابل ښاروالۍ ملکیت دی راټولو او له ځان سره یوسي. کابل ښاروالي په پلان کې لري څو د دې سیمې له پاک کیدو وروسته، دلته د ښاري ښکلا او پرمختیا پروګرامونه پلي کړي.