د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د نویو ترتیب شوو لارو چارو له مخې د ښار په کچه د ګذر وکیلانو ټاکنې روانې دي!

7 دلو 1399

شاروالی کابل براساس مقرره جدید انتخاب وکلای گذر، پروسه انتخاب وکیل گذر هشتم (سه راهی علاوالدین) ناحیه ششم را در یک فضای کاملا شفاف برگزار کرد.  د کابل ښاروالۍ د ګذر وکالت په اړه د نوې مقررې له مخې د شپږمې ناحیې اړوند د اتم ګذر ( سه راهي علاوالدین) لپاره ټاکنې په پوره شفافه توګه ترسره شوې. د ټاکنو لپاره ۱۲۰۰ رایو اچوونکو ثبت نام کړی وو، خو په پایله کې ټولټال ۱۰۰۲ رایې کارول شوې وې چې له دې ډلې ۹۷۹ سمې رایې،۱۳ باطلې او ۱۰ سپینې وې.  د ټاکنو په پایله کې حبیب الله صدیقي وکولای شول د ۷۸۰ شفافو رایو په ترلاسه کولو سره د یاد ګذر د وکالت څوکی د دریو کلونو لپاره خپله کړي.  د ناحیو په کچه د ګذر وکالت ټاکنو پروسه په دریو پړاونو کې ترسره کیږي او لومړی په هغه ناحیو کې ټاکنې کیږي چې وکیل یې مړ وي،استعفا یې ورکړې وې او یا ترې د خلکو شکایت موجود وي او وروسته دا پروسه په ټولو ناحیو کې پلې کیږي. د ګذر وکالت ټاکنو دا لړۍ به د ښار په ۲۲ ګونو ناحیو کې تطبیق شي.