د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د سړکونو او پلو لارو کېندنه او نړول لویه ښاري سرغړونه ده !

7 دلو 1399

 یو شمیر ښاریانو لیدلي چې یو شمیر کسان د پلو لارو او سړکونو په کیندلو سره د یادو برخو د نړیدو سبب ګرځيدلي دي، چې یاده موضوع کابل ښاروالي په دقیقه توګه څیړي او سرغړونکي به د قانون منګولو ته وسپارل شي.  اوس مهال په بیلابیلو ناحیو کې یو شمیر سړکونه او پلې لارې د انټرنیټ کیبل او نورو مسایلو لپاره د یو شمیر بنسټونو او ادارو له لوري کیندل شوي او نړول شوي دي، یاد کسان پیژندل شوي او ټاکل شوې ده له دې امله تاوان ورکړي. هغه کسان د دې پریکړې شامل نه دي چې له کابل ښاروالۍ سره یې تر همغږۍ او تضمین وروسته دې دا کار کړی دی.  کابل ښاروالي د دې سربیره چې داسې موضوعات په جدي توګه څیړي، په دې برخه کې د ښاریانو او امنیتي سرتیرو همکارۍ ته اړتیا لري. له ټولو ښاریانو په درنښت هیله کیږي، څو د داسې سرغړونو د لیدلو په صورت کې کابل ښاروالۍ ته د همکارۍ له مخې خبر ورکړي. د یو شمیر سرغړونو عاملین د ښار جوړونې او ځمکو قانون د اتلسمې مادې پنځم بند پر بنسټ نغدي جریمه شوي او اصلي حالت ته په کتو ترې تاوان اخیستل شوی دی.