د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د قوانینو او کړنلارو په اړه بیلابیلو سوداګریزو صنفونو ته عامه پوهاوی ورکړل شو!

8 دلو 1399

د کابل ښاروالۍ د رهبرۍ او خصوصي متشبیثینو،صنفونو،کسب کارانو او هټیوالو ترمنځ د سلواغې په ۷ نېټه د کابل ښاروالۍ د اداري او مالي مرستیال ښاغلي نظیف الله قلندرزي په مشرۍ نن په کابل ښاروالۍ کې غونډه ترسره شوه او په یاده غونډه کې د نورو موضوعاتو سربیره د بیلابیلو صنفونو استازو ته د کابل ښاروالۍ د قوانینو او کړنلارو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو. ښاغلي قلندرزي د صنفونو او هټیوالو د سوداګریزې ارزونې پر بنسټ،د صنفونو په چارو کې د نظم طرحه ګډونوالو ته وړاندې کړه. د کابل ښاروالۍ اداري او مالي مرستیال د ګډونوالو د نظرونو او وړاندیزونو تر اوریدو وروسته وویل چې،د بازارونو د تنظیم نوې طرحه متشبیثینو ته اسانتیاوې رامنځته کوې او دغه راز پکې د عوایدو غوره راټولولو په موخه صنفونه او سوداګریز ملکیتونه ثبت او راجستر کیږي او په معلوماتي بانک کې ځای پر ځای کیږي. د دیټا کلکشن پروسه چې د کابل په کچه د عوایدو غوره راټولولو په موخه رامنځته شوې ده څو د کابل ښار په کچه ټول سوداګریز صنفونه پکې ثبت او په IFMS سیستم کې درج شي. اوس مهال د کابل ښار له لومړی تر لسمې په لسو ناحیو کې ۱۰ سرویر په دنده ګمارل شوي،څو د صنفونو د ثبت په برخه کې کار وکړي او ورسره د کابل ښاروالۍ عواید لوړ شي. هر لس نفري ټیم مسئول او مکلف دی څو صنفي جوازونه په دوه مینولي شکلونو ثبت کړي او همهاله یې د کابل ښاروالۍ په IFMS سیستم کې درج کړي،چې په دې برخه کې د صنفونو همکاري اړینه ده. د صنفونو او لوحو جوازونه په عوایدو کې د شفافیت رامنځته کیدو په موخه راجستر کیږي څو عواید په غوره توګه راټول شي او ټول عوایدي اطلاعات د مالي سیستم په ډیټابیس کې ثبت شي او دغه راز د کابل ښاروالۍ عوایدي څانګه ترې دقیق راپور ولري. له بل لوري د صنفونو د فعالیتونو لپاره پرلپسې پروګرامونه تر لاس لاندې دي،چې د صنفونو په مرسته به پلي شي،څو د بازار د پرمختیا او متشبیثینو د ودې لپاره زمینه برابره شي.