الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ګذر وکالت ټاکنو پروسه دوام لري!

9 دلو 1399

د ګذر وکیلانو د ټاکنو پروسې پر دوام، د اتمې ناحیې د ۳۶ ګذر لپاره ټاکنې د کابل ښاروالۍ د مسئولانو، د نوماندانو ،د ټاکنیزو څارونکو بنسټونو د استازو، د مدني ټولنو د غړو او د امنیتي سکټور د منسوبینو په شتون کې ترسره شوې. په دې پروسه کې د ۳۶ ګذر د وکالت لپاره دریو تنو هره یوه مرسلین، عطاالله او محمد صادق ځانونه نوماند کړي وو. د ټاکنو لپاره ۱۲۴۰ کسانو خپله رایه وکاروله چې له دې ډلې، ۳۱۳ رایې مرسلین، ۲۲۵ رایې عطاالله او ۱۸۶ رایې محمد صادق ګټلې وې او ټولې سمې رایې ۷۲۴،۷۳۴ کارول شوې رایې، ۹ سپینې او یوه باطله رایه وه.  په پایله کې مرسلین وکولای شول د ۳۱۳ شفافو رایو په ترلاسه کولو سره د اتمې ناحیې د ۳۶ ګذر د وکالت څوکۍ د دریو کلونو لپاره وګتي .