د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د احمدشاه بابا مینې دویمې څلورلارې ته په غځیدلو سړکونو د ښاري نظم عملیاتي پلان تطبیق شو!

9 دلو 1399

د ښاري نظم د راتګ په موخه د مسئولانو له لوري د بیلابیلو عملیاتو په ترڅ کې د روان کال د سلواغې په ۷ نیټه د دولسمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مینې دویمې څلورلارې ته په غځیدلو سړکونو د ښاري نظم عملیاتي پلان د زورواکانو له مقاومت سره سره تطبیق شو. د عملیاتو په لړ کې پلې لارې او فرعي سړکونه له ناقانونه غرفو، کپو، سیارو کراچیو او نورو بې نظمیو پاک شول. په یاده سیمه کې د غرفو مالکانو او فعالیت کوونکو ته مخکې په دې اړه خبر ورکړل شوی وو، چې خپل اړوند خنډونه پخپله لرې کړي،خو هغوی یې پر وړاندې بې تفاوته پاتې شول. د لاسي توکو پلورونکو له یادو فعالیت کوونکو یو شمیر مافیايي کړیو ملاتړ کاوه، پلې لارې او سړکونه یې غصب کړي وو او د بې سارې ښاري بې نظمۍ سبب ګرځیدلي وو. یاده اداره هڅه کوي څو غوره ښاري نظم رامنځته شي او د ښار په بڼه کې غوره بدلون راشي او له بل لوري په ښاري نظم سره د ښاریانو په ژوند کې غوره تغیر راشي. له همدې کبله له سرغړونکو سره جدي قانوني چلند کیږي. د یادې ناحیې اوسیدونکو د کابل ښاروالۍ له کړنو ستاینه وکړه، چې ښاري بې نظمیو ته رسیږي او د ګڼې ګوڼو په سیمو کې حمایوي او تقویتي پروګرامونه عملي کوي. کابل ښاروالي د لاسي توکو پلورونکو د مصئون فعالیت لپاره پروګرامونه تر لاس لاندې لري چې ډیر ژر به عملي شي.