د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3.30 ق-ظ
لمر راختل 4.43 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 7.15 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:56 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.01 افغانی
1 یورو 80.55 افغانی
1 درهم 18.82 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 242 افغانی
1 هندی 786.7 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په یولسمه ناحیه کې تنظیفي حشر ترسره شو!

د تنظیفي چارو د وروسته نه پاتې کیدو، د چاپیریال له ککړتیا څخه د مخنیوي او په چاپیریال ساتنه کې د ښاریانو د ونډې اخیستو په موخه په یولسمه ناحیه کې تنظیفي حشر ترسره شو. په یاد حشر کې د کابل ښاروالۍ مسئولانو،ځوانانو او د ښځو شورا استازو ګډون کړی وو. د کثافاتو تیتول او د هوا ککړتیا د کابل ښار عمده ستونزې بلل کیږي. اړینه ده څو ښاریان د کثافاتو په مدیریت او د هوا له ککړتیا څخه په مخنیوي کې له یادې ادارې سره همکار و اوسي.د روغتیايي سپارښتنو په پام کې نیول،د هوا له ککړتیا څخه مخنیوی او د ښاري فرهنګ مراعات هغه چارې دي چې د ټولنې هر وګړی یې باید پر وړاندې مسئولیت ادا کړي. په یاد حشر کې د یادې ناحیې لسګونه ښاریانو د کابل ښاروالۍ د ۲۰۰ پرسونلو سره په ګډه سړکونه جارو کړل او دغه راز تیت کثافات یې راټول او د ۲۲ ماشینرۍ په وسیله یې د ۱۵ لوډرو په مرسته د یادې ناحیې ۱۲ مسیرونه پاک کړل او شته کثافات ترې ټاکل شوو ځایونو ته ولیږدول شول.