د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ساختماني جوازونو صادرولو او د ساختماني سرغړونو د مخنیوي مقرره بحث ته وړاندې شوه!

12 دلو 1399

د افغان ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ غونډه کې چې زیات شمیر مسئولانو پکې ګډون کړی وو او د ولسمشرۍ مانۍ د لومړي مرستیال او کابل ښاروالۍ په همکارۍ جوړه شوې وه د ودانیزو جوازونو د صادرولو او ودانیزو سرغړونو د مخنیوي مقررې په اړه بحث او خبرې اترې وشوې. په پیل کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د حقوقي واحد مشر ښاغلي کبیر عیسی، د ولسمشر له لارښوونې سره سم د ودانیزو جوازونواو له ودانیزو سرغړونو د مخنیوي مقرره غونډې ته د بحث لپاره وړاندې کړه. ښاغلي عیسی خېل په یاده مقرره کې د پلاني او غیرپلاني سیمو د تفکیک، د کمېټې د واکونو مشخصولو او د کمېټې او د اوبو، ځمکو، ښاري پراختیا د عالي شورا د واکونود تفکیک، د خاورې ټیسټ او د ودانیو جوړولو لپاره د جیولوجیکي معیارونو مشخصولو، د ځمکې د بیې ټاکلو او تثبیتولو، په ودانیو کې د عامه خدماتو د مرکزونو جوړولواجازې، د خاورې له ټیسټ وروسته ودانیو ته د جواز د ورکړې او د ښاري صندوق د مدیریت او تنظیم په اوو برخو کې د تعدیلاتو راوړلو یادونه وکړه. نوموړي وړاندیز وکړ چې دغه مسوده او د ښاري پراختیا صندوق اساسنامه دې د تصویب لپاره د کابینې غونډې ته وړاندې شي. د سرغړونو د مخنیوي کمېټې د لومړۍ غونډې نېټه دې وټاکل شي. د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکه اداره او کابل ښارولي دې د افغانستان د ټولو ښارونو لپاره د دې مقررې تطبیقي طرزالعامل جوړ کړي او د پولي تخنیک پوهنتون او د افغانستان د نور او سټنډرډ ملي اداره دې د خاورې د ټیسټ پر معیارکار وکړي. وروسته د کابل ښاروال محمد داوود سلطانزوی د ساختماني جوازونو د صادرولو او ساختماني سرغړونو ته د رسېدنې مقررې ستاینه وکړه او وې ویل، د ښاروالۍ مقررې د بډاینې لپاره به ورڅخه استفاده وکړي. د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي پر یادې مقررې د بحث پرمهال د ښاري صندوق ایجاد ښه نوښت وباله او وې ویل دا دې تقنیني فرمان شي. هغه زیاته کړه، د جریمو وضع کول د جزا برخه او اختلافي بحث دی چې په اړه یې بېلابېل لیدلوري او مقاومتونه موجود دي. د جمهوررئیس لومړي مرستیال امرالله صالح له جمهوررئیس څخه د ښاري سرغړونو ځنډنۍ ستونزې او موضوع په اړه د بحث او د اجرا وړ ګرځولو مننه وکړه او وې ویل، دا ستونزه په ظاهره وړه ښکاري، مګر په حقیقت کې ډېره لویه ده. ډېر کلونه ملي پولیس د دغو سرغړونو په مخنیوي بوخت و، مګر کنټرول یې نشوې کړای. ښاغلي صالح وویل، ډېر د ښاري سرغړونو له امله په غیرقانوني توګه میلیونران او میلیاردران شول. د دغې ستونزې او فاجعې د مخنیوي او لا غټېدو په خاطر دې دغه مقرره ژر عملي شي. هغه زیاته کړه، که په دې برخه کې کومه نقیصه موجوده وه، په لومړیو درې میاشتو کې په اساسي توګه اصلاح کېدای شي. نوموړي د یو کمېسیون له لوري د ارزونې کولو وړاندیز وکړ او وې ویل، دا اوس هم په کابل ښار کې ډېر اپارتمانونه غیرمعیاري او د ژوند کولو نه دي. هغه په ټینګارسره وویل، په کابل کې په ځانګړي ډول د غرونو د لمنو د غصب مخنیوی کوو. ځینو خلکو د ساختمانونو جوړول ودرولي، مګر ځینې لا هم ادامه لري. جمهوررئیس غني د مقررې په اړه د بحث پرمهال وویل، لومړۍ نقطه استعجالیت دی، په دې اونۍ کې دې د کابینې غونډه جوړه او دغه مقرره دې تصویب شي. هغه زیاته کړه، د ښاري او نورو سرغړونو مخنیوي موخه بین المللي تعهدات نه، بلکې د جایدادونو شرعي کېدل دي. جمهوررئیس څرګنده کړه، لا هم د خلکو د مالکیت حق نه دی تامین شوی، د دوی د مالکیت تعریف لا هم تر چاردېوالي پورې محدودی دی. د مالکیت حس موږ ته اساسي او د مسوول شهروند لپاره مهم دی. د هیواد جمهوررئیس په ټینګار سره وویل غیرپلاني ساحو کې دې پلانګذاري وشي. اساسي سیمې او لارې دې تشخیص او د واضح پلان مطابق دې د ساختمانونو اجازه ورکړل شي. هغه زیاته کړه، په ځینو سیمو کې لکه له ارتل پل څخه تر حضوري چمن پورې چې د تاریخي کابل زړه دی ، د تاریخي اثارو د ساتنې لپاره اړتیا لرو. د دې ساحو واضح طبقه بندي دې وشي. جمهوررئیس وویل، غیرپلاني ساحو ته واضح پلان ورکوو چې په راتلونکي کې یې انسجام اسانه شي. په دغسې ساحو کې دې خلک د ګټورې جاپاني شېوې مطابق چې د زېربنا بیه پر پروژه نه اچوي، زېربنا او عامه ساحې سره بېلوي او بیا انکشاف ورکوي،ځان عیار کړي. په دغو سیمو کې دې د زور او سرغړونو مخه ونیول شي او خاوره دې ټیسټ شي. جمهوررئیس غني د جمهوري ریاست لومړي مرستیال ته د کمېسیون د ایجاد لارښوونه وکړه او وې ویل، د هغه تر نظر لاندې دې څو کمېټې وي. هغه زیاته کړه، د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال اقدامات به د کابل ښاروالۍ عواید او اساسي خدمات زیات کړي. جمهوررئیس څرګنده کړه، د ښاري پراختیا صندوق ایجاد چې کلیدي دی، نه دې ځنډول کېږي او د کابل ښار د بېلابېلو ساحو د احیا، پارکونو او شنو ساحو د ایجاد لپاره دې دوراني شي. د هغه له مخې د ښار غرنیزې ساحې اصلاح کېږي.