د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د علاوالدین ټولنیزې شورا غړو د کابل ښاروالۍ د رهبرۍ کړنې وستایلې!

12 دلو 1399

  د کابل ښاروالۍ د مسئولینو او د شپږمې ناحیې اوسیدونکو په ځانګړې توګه د علاووالدین ټولنیزې شوار د غړو ترمنځ د ښاري مسئولیتونو پیژندلو او یو شمیر نورو موضوعاتو په اړه د همغږۍ غونډه ترسره شوه.په یاده غونډه کې د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال سرڅیړونکي محمد فاضل شریفي،د عالمانو شورا غړو، سپین ږیرو، ګذر وکیلانو او دښځو او ځوانانو شورای غړو د همکارۍ روحیې په رامنځته کیدو،مسولیت منلو ،ښاري پرمختګ،زرغونتیا، له مافیايي کړیو سره په مبارزه او په پریکړو کې د ښاریانو د رول پر غښتلتیا خبرې او بحث وشو.  د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال وویل چې، اړینه ده مسئولان د خلکو اړتیاوو او غوښتنو په کتو خدمت وکړي او د دوی وړاندیزونه او نظرونه په خپلو پروګرامونو کې ځای پرځای کړي،چې له دې اصل په ګټې اخیستنې کولای شو خلکو ته په خدمتونو او حکومتدارۍ کې د ګډون احساس ورکړو. نوموړي وویل چې د یادې ادارې ټول پروګرامونه چاپیریالي او اقتصادي ستونزو ته په کتو په پام  کې نیول کیږي، چې د لومړیتوب تر پیژندلو وروسته یې په اړوند عملي ګامونه پورته کیږي او ستونزو ته حل لارې لټول کیږي، څو د خلکو او مسئولانو ترمنځ فاصلې لمنځه ولاړې شي او له بل لوري ټول د ښار او ټولنې پر وړاندې خپل مسئولیتونه ادا کړو.  ښاغلي شریفي دغه راز زیاته کړه چې،د ښاري نظم عملیاتي پلان په ترسره کیدلو، مسئولیت منلو او د خصوصي ښاري سکتور او ښاریانو ترمنځ همغږي رامنځته شوې چې ښاري نظام ته یې ګټه رسولې او اړینه ده له دې ډیر د خلکو ملاتړ له ځان سره ولرو.  ګډونوالو هر یوه په خپل نوبت په امنیتي او ښاري برخو کې د مرستې په اړه خبرې وکړې او زیاته کړه چې که چیرته خلک وغواړي ښاري نظم،د قانون حاکمیت او له خلکو سره همکاري رامنځته کیدی شي او کولای شو سوکاله ښاري ژوند تجربه کړو. د غونډې په پای کې د شپږمې ناحیې اړوند د علاوالدین ټولنیزې شورای له لوري د کابل ښاروالۍ د رهبرۍ کړنې، د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیال ښاغلي سرڅیړونکي محمد فاضل شریفي ته د یوه ستاینلیک په ورکولو سره وستایل شو.