د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په دیارلسمه ناحیه کې د بوختیاوو موندلو په موخه لنډمهالې پروژې پیل شوې

13 دلو 1399

د کابل ښاروالۍ د پرمختیايي پروګرام په چوکاټ کې د دریارلسمې ناحیې اړوند د کانال پاکولو پروژه د لنډمهالو بوختیاو په موخه پیل شوه،چې د پل خشک پروژه ۵۲۵۱ کاري ورځې،د غانچي کانال پروژه ۵۲۰۹ کاري ورځې او د جنرال حیدر او ریګریشن کانال پروژه ۶۲۳۸ کاري ورځې د ماهرو او غیر ماهرو کاګرانو د کار لپاره په بر کې نیسي. له بل لوري به د دې پروژې په چوکاټ کې د ځمکې سطحي اوبه هم په غوره توګه مدیریت شي. کابل ښاروالي د کابل ښار د یوسلو اتیازره هغه وګړو لپاره چې د کرونا وبا له امله زیانمن شوي دي بوختیاوې رامنځته کوي. د بوختیاوو موندلو دا پروګرام په (۱۲۱) برخو ویشلی او د کابل ښار په هره ناحیه کې د اړتیا له مخې له (۲ تر ۶) پروژو په عمراني،بیارغونې، بازارونو ، چاپیریال ساتنې او بنسټیزو برخو کې په کوچنۍ کچه د دې لپاره چې بوختیاوې رامنځته شي او کارګرانو ته د ورځ مزد زمینه برابره شي طراحي شوې دې چې ډیر ژر به په یو شمیر نورو ناحیو کې هم پیل شي. دا پروژې د لومړیتوب له مخې داسې درجه بندي شوې دي، څو په سړو موسم کې تر یو څه بریده د کابل ښار د اوسیدونکو ستونزې ورسره حل شي. د کانالونو پاکول، استنادي دیوالونه په ډبرو پوښل،د پلو لارو بیارغونه او د یو شمیر واټونو کانګریټ کول هغه موخې دي چې په یادو پروژو کې په نظر کې نیول شوې دي،چې په دې برخه کې ټولټال اته میلیونه افغانۍ لګښت په پام کې نیول شوی دی.