د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د پنځمې ناحیې له اوسیدونکو او مشرانو سره وکتل!

14 دلو 1399

کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی د نظر غوښتلو او د ستونزو د حل په موخه د پنځمې ناحیې له یو شمیر مشرانو او مخورو سره وکتل. کابل ښاروال د دوی د چاپیریالي ستونزو اوریدو سربیره د کابل ښاروالۍ د موخو په اړه وویل چې،اړینه ده ښاریان د ښاری مدیریت په برخه کې هم خپل وړاندیزونه شریک کړي،څو اړتیاوو ته په کتو معیاري خدمتونه وړاندې شي. ورپسې یادو ښاریانو د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پلانونو د مثبت ارزولو ځانګړې توګه د کابل ښاروالۍ له لوري له غاصبینو سره جدي چلند وستایه او تر څنګ یې د خوشحال مینې الف سیمه کې د یوه جومات د ځمکې د غصب په اړه چې اوس اوس مهال پکې ناقانونه رغونې روانې دي له کابل ښاروالۍ د مرستې او دې سرغړونې ته د رسیدو غوښتنه وکړه. کابل ښاروال د یاد جومات په ځمکه کې د ناقانونه رغونو د چارو هر څه ژر درولو په اړه مسئولانو ته دنده وسپارله. کابل ښاروال وویل چې برابرې پراختیا ته په کتو به د ښار په کچه په بېلابیلو ناحیو کې نوې ټولګټې پروژې پلې شي او پر بنسټ به یې یو شمیر چاپیریالي ستونزې حل شي.