الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

ښاریان د( پنجشنبې حشر) تر سرلیک لاندې له کابل ښاروالۍ سره په همغږی د ښار په پاکۍ کې برخه اخلي!

15 دلو 1399

د کابل ښاروالۍ له نارنجي اغوستونکو څخه د ملاتړ او د ښاري فرهنګ دودولو په موخه زیات شمیر ښاریان په خپله خوښه حاضري شويدي، څو د پنجشنبې په ورځ تنظیفي حشر ترسره کړي. هغوی حاضري دي په ښار کې د تیت کثافاتو په راټولولو کې برخه واخلي.  د دوی په وینا د شار پاکي او ښایست د ټولنې د ټولو وګړو او خلکو دنده ده او دوی له نارنجي اغوستونکو ملاتړ کوي. ټاکل شوې ده، د زیات شمیر ښاریانو په ګډون د پنجشنبې په ورځ لوی تنظیفي حشر ترسره شي. د کابل ښاروالۍ مسئولان په یاد حشر کې له ګډون کوونکو ښاریانو مننه کوي او هیله لري، څو نور بنسټونه هم د چاپیریال ساتنې او د کثافاتو راټولولو په برخه کې له دې لویې خدماتي ادارې سره همکار او همغږي و اوسي، څو له ککړتیا پاک ښار ولرو. تنظیفي حشر د دې دروند او ښایسته ښار د خلکو پخوانۍ دود او رواج بلل کیږي.