د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ودانیزو جوازونو د ورکړې او له ودانیزو سرغړونو د مخنیوي مقرره تصویب شوه!

16 دلو 1399

د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د چهار شنبه په ورځ د ۱۳۹۹ کال د سلواغې میاشتې په ۱۵ نېټه د ودانیزو جوازونو د ورکړې او له ودانیزو سرغړونو د مخنیوي مقرره د کابینې په غونډه کې تصویب شوه. دا مقرره د ښاروالیو قانون پر بنسټ جوړه شوې ده، شپږ فصلونه او ۵۵ مادې لري، د یادې مقررې احکام په پلاني او غیر پلاني سیمو کې د دوانیزو جوازونو په ورکړې، ودانیزو سرغړونو ته د رسیدنې په مواردو، نغدي جریمې او تادیبي جزا او په لوړ پوړیزو ودانو کې د ارزښتونو په پام کې نیولو راڅرخي. د دې مقررې په پلي کیدو سره به زیات شمیر حقوقي او عملي ستونزې چې پخوا شته وي رفع شي او د ښاري رغونو او ښاري وضعیت ښه کیدو په برخه کې به مرسته وکړي. له شک پرته په اوسنیو شرایطو کې له ودانیزو سرغړونو مخنیوی په کابل ښار کې عمده ستونزه بلل کیږي،چې په یو ډول یې دې ته زمینه برابره کړې چې کابل ښار په خپلسر او بې پلانه پرمختګ وکړي. یاده ستونزه دغه راز د دې سبب ګرځي چې نورو لویو ستونزو لکه ناامنۍ، د ګڼې ګوڼې شتون، د هوا ککړتیا او لسګونه نورو ستونزو ته زمینه برابره کړي. د یادو ستونزو یو دلیل په دې برخه کې د یوه ټولیز او هر اړخیز تقنیني سند نشتون وو، چې په د یادې مقررې په انفاذ سره به دا تشه ډکه شي او ډیر شمیر حقوقي ستونزې چې د ودانیزو سرغړونو په برخه کې وې تر یوه بریده له منځه لاړې شي. دغه راز د ودانیزو جوازونو د صدور او ودانیزو سرغړونو ته چې مخکې د دقیق مکانیزم د نشتون له امله موجودې وې ، پکې د ودانیزو سرغړونو په اړه وړاندوینه نه وې شوې، داسې قضیې نه څیړل کیدې او سرغړونکي معاف کیدل، له همدې امله سرغړونکي د عدلي او قضايي ارګانونو له لوري له محاکمې پرته، له ډار او وهم پرته ګرځیدل او خپلسرۍ یې کولې، چې فعلا د دې مقررې له مخې ناقانونه او خپلسرې رغونې سرغړونه بلل کیږي، او د ودانیزو سرغړونو په برخه کې یې ځانګړی مکانیزم وړاندې کړی دی. له شک پرته له دې مکانیزم څخه په ګټه اخیستو او اجرايي کیدو سره د ناقانونه رغونو په برخه کې بې مخینې مخنیوی وشي. له ښاري ځمکو څخه د سمې ګټې اخیستنې په برخه کې په ډیری هیوادونو کې پلانونه ترتیب شوي دي ، څو ښارونه د افقي پر ځای په عمودي توګه پرمختګ وکړي، څو په دې توګه وکولای شو له ښاري ځمکو سمه ګټه پورته کړو او د ښاري خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي، چې د یادې مقررې پر بنسټ ښاري پرمختګ په عمومي توګه په نظر کې نیول شوی دی. دغه راز د یادې مقررې له مخې به د کابل ښاروالۍ په عوایدو او ښاري خدمتونو کې ښه والی راشي، د نغدي جریمې، د ځمکو د خرڅلاو په قیمتونو کې تغیر او زیاتوالی راشي. په لوړ پوړیزو ودانیو کې دولت او کابل ښاروالۍ لپاره پیسې راټولیږي، چې په دې کار سره ښاریانو د غوره ښاري خدمتونو وړاندې کولو او د ښاري برابر پرمختګ ته زمینه برابریږي.