الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په دیارلسمه او اولسمه ناحیه کې د ګذر وکالت ټاکنې ترسره شوې!

18 دلو 1399

د ښار په کچه د نوې مقررې له مخې د ګذر وکالت ټاکنو په لړکې د دیارلسمې ناحیې د دولسم او د اولسمې ناحیې د لومړي ګذر لپاره ټاکنې د ټاکنو د څارونو بنسټونو په شتون کې په شفافه توګه ترسره شوې. د دیارلسمې ناحیې د دولسم ګذر لپاره ښاغلي عبدالرحیم امیني وکولای شول د سیمې د خلکو د ۲۵۶ شفافو رایو په ترلاسه کولو سره د یاد ګذر د وکالت څوکۍ د دریو کلونو لپاره وګټي. دغه راز د اولسمې ناحیې د لومړي ګذر په ټاکنو کې احمد جاوید ګلبهاري وکولای شول د خلکو د ۳۸۸ شفافو رایو په ترلاسه کولو سره د یاد ګذر د وکالت څوکۍ د دریو کلونو لپاره خپله کړي. د ګذر وکالت لپاره ټاکنې په دریو پړاونو کې ترسره کیږي او ولومړی په هغه ناحیو کې چې د ګذر وکیل یې مړ وي، استعفا یې ورکړې وې او یا ترې د خلکو شکایت موجود وي ترسره کیږي.