الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په دویمه او څلورمه ناحیه کې تنظیفي حشر ترسره شو!

18 دلو 1399

د دویمې او څلورمې ناحیې اړوند یو شمیر ښاریان سره همغږي شوي وو او د ښار په پاکۍ کې یې له کابل ښاروالۍ سره د ښار په پاکۍ کې د کابل ښاروالۍ له نارنجي اغوستونکو د ملاتړ او د ښاري فرهنګ دودولو په موخه همکاري وکړه. د ښار د پاکۍ لپاره تنظیفي حشر به هره اونۍ د پنجشنې په ورځ ترسره کیږي. یو شمیر ښاریان حاضر شوي څو د ښار په پاکۍ او د کثافاتو په راټولولو کې برخه واخلي. په دې حشرونو کې لسګونو ښاریانو برخه اخیستنې وه او له تنظیفي پرسونلو سره یو ځای یې د سړکونو په جارو کولو، د کثافاتو په راټولولو او له ماشینرۍ څخه په ګټه اخیستنې د یادو ناحیو یو شمیر برخې پاکې شوې کثافات یې راټول او د کابل ښاروالۍ د وسایلو له لارې له ښاره د باندې ولیږدول شول. د ښار پاکي او د صفايۍ مراعات کول د ټولنې د هر وګړي دنده ده، هیله کیږي نور ښاریان او بنسټونه هم د چاپیریال ساتنې، له ککړتیا څخه د مخنیوي او د کثافاتو په راټولولو کې له کابل ښاروالۍ سره همغږي او همکار و اوسي، څو پاک او ښایسته ښار ولرو. تنظیفي حشرونه زموږ له پخوانیو دودونو شمیرل کیږي چې د دې لویې او با وقاره خاورې خلکو ورسره مینه درلوده. د کثافاتو تیتول او په ځانګړو ځایونو کې د کثافاتو نه غورځول او دغه راز د کابل هوا ککړتیا د اندیښنې وړ ده، اړینه ده چې ټول ښاریان د کثافاتو په مدیریت او له هوا څخه د ککړتیا په برخه کې له دې ادارې سره ملتیا وکړي. اړینه ده په دې برخه کې ښاریان خپله ملي، ایماني او اسلامي وجیبه ادا کړي.