د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د مکرویانو په سیمه کې د ښاري نظم عملیاتي پلان تطبیق شو!

18 دلو 1399

د ښاري نظم د راتګ په موخه د نهمې ناحیې اړوند د مکرویانو په سیمه کې د ښاري نظم عملیاتي پلان تطبیق شو او یو شمیر بې نظمۍ له منځه یوړول شوي. دغه راز په دې عملیاتو کې پلې لارې او زرغونې سیمې له ناقانونه رغونو او اصنافو له ناقانونه خنډونو پاکې شوې. دا چې لیدل کیږي د مکرویانو له ټولګټو زرغونو سیمو یو شمیر خلک د پارکینګ په توګه په فردي توګه ګټه اخلي، چې د دوی دا کړنه ناقانونه ده او د یادې سیمې ښکلا یې زیانمنه کړې ده. زرغونې سیمې عام ملکیتونه دي او کابل ښاروالي هیڅ حقیقي او حکمي شخص ته اجازه نه ورکوي، څو له دې سیمو ناسمه ګټه پورته کړي.  عام ملکیتونه په دې موخه چې په ټولو ښاریانو پورې اړه لري،هغه لومړیتوب دی چې په جدي توګه تعقیب کیږي او هغه ته رسیدنه کیږي او دغه راز به د ښاري نظم راتګ په موخه یاد پلان نور هم پراخه شي. ټولو قانون ماتونکو ته اخطار ورکول کیږي چې،هرڅه ژر د مکرویانو سیمې ټولګټې زرغونې سیمې آزادې کړي، له دې پرته کابل ښاروالي د ښاري نظم د تطبیق په موخه اقدام کوي چې راتلونکی مسئولیت به یې د دوی پخپله غاړه وي.