الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د تخته پل لاهوري دروازې په سیمه کې د ښکلا پروګرامونه روان دي!

20 دلو 1399

د لومړی ناحیې اړوند د تخته پل لاهوري دروازې په سیمه کې د ښاري نظم عملیاتي پلان له تطبیق او له ناقانونه تاسیساتو او خنډونو د یادې سیمې تر پاکولو وروسته؛ په دې سیمه کې د کابل ښاروالۍ د ښکلا پروګرامونه پیل شول.  کابل ښاروالي د غوره کړنو او فرهنګ دودونې له مخې او په دې موخه چې د ښار ښکلا کولای شي ښاریانو ته هیله بښونکۍ احساس ورکړي او د ښاریانو په رواني دید کې مثبت تغیر راولي،له څه مودې راپدیخوا د ښکلا پروګرامونه تر لاس لاندې نیولي دي، چې دا پروګرامونه به یو پر بل پسې په بیلابیلو ناحیو کې، په ځانګړې توګه له غصب ازادو شویو زرغونوسیمو کې پلي شي.اوسمهال د دې پروګرامونو له ډلې د ښار په یو شمیر برخو کې پروګرامونه پلي شوي او د پلي کیدو په حال کې دي، چې له دې ډلې د غزني په سرای کې د ښکلا پروګرام د یادونې وړ بولو، چې په تطبیق سره یې د خلکو په رواني دید او ښاري ښکلا کې تغیر راغلی او دا لړی د لومړی ناحیې د تخته پل لاهوري دروازې سیمې ته هم وغځول شوه. دغه راز په نیږدې راتلونکې کې به په نورو سیمو کې هم پلي شي.