د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پنځلسمې ناحیې اړوند د پنځه سوه فامیلو د ختیځ ګذر په بیارغونه کار پیل شو!

21 دلو 1399

د پنځلسمې ناحیې اړوند پنځه سوه فامیلو د ختیځ ګذر کار چې، د یادې ناحیې د اوسیدونکو پخوانۍ هیله وه، د یادې ناحیې د رئیس عبدالتواب احمدی، د کابل ښاروالۍ د پرمختیايي پروګرامونو ریاست سرپرست محبوب الله حکیمي او د یادې ناحیې د یو شمیر اوسیدونکو او مشرانو په شتون کې پیل شو. په یادو مراسمو کې د پنځلسمې ناحیې رئیس وویل، چې چاپیریالي ستونزې او په لرې پرتو ناحیو کې د پرمختیايي پروګرامونو پلي کول د کابل ښاروالۍ د رهبرۍ لومړیتوب دی، چې په نویو پلانونو او پروګرامونو کې ورته ډیره پاملرنه وشي. نوموړي زیاته کړه چې، برابرې پراختیا او شته امکاناتو په کتو کابل ښاروالي ژمنتیا لري،څو په یو شمیر ناحیو په ځانګړې توګه د پنځلسمې ناحیې یو شمیر اصلي او فرعي سړکونه ورغوي چې په جوړیدو به یې له چاپیریالي ستونزو د حل سربیره د کابل ښار اقتصادې ودې ته هم زمینه برابره شي. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د پرمختیايي پروګرامونو سرپرست ښاغلي حکیمي د غوره ښار په رامنځته کیدو کې د ښاریانو همکاري اړینه وبلله او له خلکو یې هیله وکړه، څو د پروژ د تطبیق له جریان څخه چې په دوی پورې اړه لري څارنه وکړي او په ساتنه کې یې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. د بیارغونې په دې چارو کې په ټولیزه توګه د ۸۵۸۷ مترو په اوږدوالي د سړکونو او کوڅو ج د ۱۸۵۶ مترو په اوږدوالي د اوبو شبکې جوړول او د ۱۴۱۹ مترو په اوږدوالي د پلو لارو جوړول شامل دی، چې د ۱۳۰ ملیونه افغانیو په ارزښت به د کابل ښاروالۍ له پرمختیايي پروګرام پلې شي او زیات شمیر ښاریانو ته به مستقیمه او غیر مستقیمه توګه کاري بوختیاوې رامنځته کړي.