د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې( فیفا) له لوري د کابل ښاروالۍ مسئولان وستایل شول!

21 دلو 1399

د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې( فیفا) له لوري د کابل ښاروالۍ رهبري او یو شمیر مسئولان د ګذر وکیلانو ټاکنو پروسې د پر وخت ترسره کیدو له امله وستایل شول. په یادو مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د کلتوري او ټولنیزو چارو مرستیال سرڅیړونکي ښاغلي محمد فاضل شریفي د ټاکنو څارونکو بنسټونو د هڅو ستایلو سربیره وویل چې، د ولسواکۍ د بنسټيز کیدو او پراختیا او د خلکو له لوري د ګذر وکیل په توګه د خلکو ټاکلو له پروسې د فیفا څارنه په ټولنیزه برخه کې لویه لاسته راوړنه ده. نوموړي زیاته کړه، چې کابل ښاروالي هڅه کوي، څو د ښکیلو ټاکنیزو بنسټونو د استازو د غوره مشورو پر بنسټ د ګذر وکیلانو ټاکنو په پروسه کې د ښاریانو رضایت ترلاسه کړي .