د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د خپلې ادارې عمده کړنې،نوي پراختیايي او ښاري پلانونه (ملت ته د دولت د حساب ورکونې) په پروګرام کې واضح کړې!

کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی د دوشنبه په ورځ د ۱۳۹۹ کال د سلواغې په ۲۷ مه نېټه د کابل ښاروالۍ مهم فعالیتونه، اصلاحي اقدامات، د تلپاتې پراختیا په موخه د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پلانونو د تطبیق په اړه (ملت ته د دولت د حساب ورکونې) په پروګرام او اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون پر بنسټ معلومات وړاندې کړل.  د کابل ښاروال په وینا یې سږ کال تر ۹۳ کیلو مترو ډیر سړکونه او کوڅې په بېلابیلو ناحیو کې قیر او کانګریټ شوي دي. کابل ښارولۍ دغه راز په ۲۲ ګونو ناحیو کې د ۱۳۹۹ مالي کال په لړ کې سلګونه پروژې درلودې چې،د یو شمیر پروژو کارونه بشپړ شوي او یو شمیر نورې یې تر کار لاندې دي. دغه راز کابل ښاروالۍ د ۱۳۹۹ مالي کال په لړ کې د جوړښتونو د اصلاح،ښې حکومتوالۍ،زیربناو،ترانسپورټي او ترافیکي وضعیت ښه کیدو،زرغونتیا،چاپیريالي روغتیا،تنظیفي چارو او د ښار په بیلابیلو رونونو کې د اقتصادي دهلیزونو د تفصیلي پلانونو په اړه ګټورې چارې ترسره کړې دي. کابل ښاروال په یاد پروګرام کې دغه راز وویل،چې د کثافاتو په برخه کې د ۷۵ خصوصي تنظیفي شرکتونو په ګمارلو سره د تولیدي کثافاتو لیږد ۴۰ سلنه زیات شوی، د کثافاتو د غوذه مدیریت په اړه د تنظیف ریاست ریاست جوړښت او امکانات تر ارزونې لاندې دي، د ښار د زرغونتیا او ښاري ښکلا او له یو ملیون څخه د ډیرو نیالګیو د خړوب او پالنې سربیره،۲۸ پارکونه نوي جوړ شوي او بیارغول شوي دي او د یو شمیر نورو پارکونو او زرغونو سیمو چارې تر لاس لاندې دي او د څاڅکو په وسیله د اوبو سیسټم په جوړولو بې کار روان دی. د چاپیریالي روغتیا او د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په برخه کې په برخه کې ۱۸۲ لوړ پوړیزې ودانۍ د دود فلتر نصب کولو ته اړ شوې دي چې فلتر نصب کړي، دبې کیفیته موادو لمنځه وړل،د ارجايي سپیانو عقیم کول او لمنځه وړل، د ۴۰ ښاري تشنابونو او ۱۳ د فاتحې لوستلو سالونونو جوړول هم د یادې اداري له فعالیتونو څخه شمیرل کیږي. ښاغلي سلطانزوی دغه راز  د ۳۰۹ کیلو مترو سړکونو او کوڅو د ډیزاین په اړه هم خبر ورکړ چې په بیلابیلو ناحیو کې به یې کار پیل شي، د تګ راتک پلونو او پلو لارو ډیزاین، د سلګونو پلو لارو په تیږ فرش، د ۱۰۰ کیلو مترو  کانالونو او اوبو نل لیکو جوړول، په څلورلارو کې د ترافیکي نښو  جوړول او د ښاري بسونو فعالیت چې په بیلابیلو زونونو کې به فعال شي هغه چارې دي چې تدارکاتي چارې یې په وروستیو کې قرار لري او ښاریان به په ښاري برخه کې  د دې ټولو پروګرامونو د پلي کیدو شاهدان وي. کابل ښاروال دغه راز د نیمه پاتې پروژو بشپړیدو په ځانګړې توګه د شینه او پاچا پلونو،د کابل-لوګر پر سړک د خنډونو لرې کول،د قلعه زمان خان شپیته متره سړک بشپړیدل،عرفاني سړک او نورو سړکونو جوړول په روان کال کې  د یادې ادارې مهمې لاسته راوړنې وبللې. کابل ښاروال دغه راز وویل چې،زموږ موخه د کابل ښار معیاري وده او د ښاریانو ننیو اړتیاو ته په کتو د خدمتونو وړاندې کول دي،چې مالي امکاناتو، تخنیکي او تقنیني اسنادو ته په کتو چې په وروستیو کې تصویب شوي دي،د ښاري غوره مدیریت او ښاري ستونزو لمنځه وړلو په برخه ترسره شي او راتلونکی کابل به یې ښاریان په بې مخینې توګه شاهدان و اوسي. کابل ښاروال زیاته کړه چې،د ښاري نظم عملیاتي پلان په تطبیق چې په وروستیو دریو میاشتو کې پلی شو او پر بنسټ یې یاده اداره توانیدلې ده د قانون منلو سربیره د ۱۰۰ کیلومترو په اوږدوالي بند سړکونه خلاص کړي،۸۳۳۳ ناقانونه غرفې او کپې له پلو لارو او زرغونو سیمو لرې کړې او نړولي دي،۵۵ زره متر مربع سپینه غصب شوې ځمکه له غصب بیرته ازاده شوې ده،له ۱۷۳ زره متر مربع ګلدانونه او زرغونې سیمې له غصب بیرته ازادې شوې،۱۸ زره متر مربع پارګینګونه او لسګونه نور موارد له غصب ژغورل شوي دي چې په ټولیزه توګه یې ارزښت ۸ ملیارده افغانۍ دی چې د ملي پانګې په برخه کې لویه لاسته راوړنه بلل کیږي.کابل ښاروالي د سلګونو زره ګلانو او نیالګیو د روزلو او د نیالګیو کینولو په فصل کې د نیالګیو کینولو ته اماده ګی لري او هیله لري څو خلک د ښار په ښکلا او زرغونتیا کې له دې ادارې سره همکار و اوسي. کابل ښاروال په ټولګټو پرژو او ښاري پاکۍ کې د ښاریانو د ضعیفې روحيې او نه همکارۍ شکایت وکړ او ژمنه یې وکړه چې،د ښاریانو په ملاتړ به د کابل ښاریانو چوپړ وکړي. ښاغلي سلطانزوی د اقتصادي دهلیزونو د پلانونو او پروګرامونو په اړه خبرې وکړې چې په هغه کې ښاري معیاري پراختیا طراحي او ترسیم شوې ده،چې له دې ډلې د سلطان محمود غزنوي اقتصادي واټ، شهید مسعود،دارلامان، قلعه زمان خان شپیته متره سړک،کابل لوګر او د کابل جلال اباد زونونه تطبیق ته اماده دي او دغه راز په بیلابیلو زونونو کې د څارویو وژلو معیاري ځایونو جوړول، د څارویو بازارونه او هدیرې جوړول د ۱۴۰۰ مالي کال په پلان کې شامل دي.