الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د لومړی ناحیې په یو شمیر سیمو کې تنظیفي حشر ترسره شو!

29 دلو 1399

د تنظیفي حشرونو په لړ کې د لومړی ناحیې په یو شمیر سیمو کې د وزرشي خبریالانو ټولنې د غړو، د ځوانانو او ښځو شورا د استازو په ګډون د کابل ښاروالۍ د سیارو ګزمو ټیمونو په مرسته تنظیفي حشر ترسره شو، چې په پایله کې یې ۱۶۰ ټڼه تیت کثافات د لومړی ناحیې له بیلابیلو برخو راټول او له ښار څخه د باندې ولیږدول شول او دغه راز د ۴۰ زره او ۵۰۰ افغانیو په ارزښت یو شمیر صنفونه دسرغړونو له امله جریمه شول.  یاد کثافات د عطا میداني سیمې،د عاشقانو عارفانو او ابو ریحان ښوونځیو له سیمو راټول شول د یادو سیمو د پاک ساتلو په موخه د سیمې اوسیدونکي وهڅول شول.  ورته مهال د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست کارکوونکو له لوري یو شمیر سړکونه ومینځل شول او دغه راز د هدف هنري ټیم له لوري په ژوندۍ بڼه تیاتر وړاندې شو، چې پکې خلک د ښاري فرهنګ په پام کې نیولو او نظافت مراعات کولو ته را وبلل شول.