د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاریانو ته زیری!

30 دلو 1399

د لاسي توکو پلورونکو د تنظیم لایحه د اقتصادي عالي شورا له لوري تائید شوه.د اقتصادي عالي شورا غونډه د ولسمشر محمد اشرف غني تر مشرۍ لاندې تیره ورځ په ارګ کې جوړه شوه. په یاده غونډه کې د لاسي توکو پلورونکو د تنظیم لایحه او دوی لپاره د فیس ټاکلو موضوع د کابل ښاروال ښاغلي محمد داود سلطانزوی له لوري وړاندې شوه.  کابل ښاروال ښاغلي محمد داود سلطانزوی په یاده غونډه کې وویل چې،دا لایحه په کابل ښار کې د لاسي توکو پلورونکو ستونزې ته د حل لارې موندلو او له ګڼې ګوڼې څخه د مخنیوي، لاسي توکو پلورونکو او سیارو کراچیو فعالیت کوونکو لپاره د غوره ځای ټاکلو په موخه د تشخصیه شمیرې په لرلو رسره ترتیب شوې ده او په پلي کیدو سره به یې د لاسي توکو پلورنکو فعالیتونه روښانه شي او ډیرۍ ستونزې به یې ورسره حل شي.  ولسمشر محمد اشرف غني د غونډې د ګډونوالو له نظرونو او وړاندېزونو وروسته د لاسي توکو پلورونکو د تنظیم لایحه تائید کړه او ویې ویل چې،له لاسي توکو پلورنکو پیسې د عوایدو لوړوالي په موخه بلکې خپله د لاسي توکو پلورونکو د عوایدو د ډیروالي په موخه ترې اخیستل کیږي. ولسمشر کابل ښاروالۍ ته دنده وسپارله څو هغه فیس چې له لاسي توکو پلورونکو اخیستل کیږي،۵۰ سلنه یې د دوی کاروبار د مالي وضعیت ښه په موخه مصرف شي.  ولسمشر محمد اشرف غني کابل ښاروالۍ او اړوند ادارو ته لارښوونه وکړه چې د لاسي توکو پلورنکو د مسلکي او فني روزلو په موخه، عملي پروګرامونه په لاره واچوي او لاسي توکي پلورونکي دي په منظمو ټولنو کې راټول او منسجم کړي.  د غونډې په پای کې ولسمشر د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته دنده وسپارله، څو د لاسي توکو پلورنکو د تنظیم له لایحې سره سم دې په نورو ولایتي ښاروالیو کې هم ورته لایحې ترتیب او تنظیم شي.