د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د دولسمې ناحیې د اوسیدونکو له لوري وستایل شو!

30 دلو 1399

د ښه خدمتونو ترسره کولو په ځانګړې توګه د ښاري نظم عملیاتي پلان په تطبیق کې د ګټورو هڅو له امله کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی د دولسمې ناحیې د عالمانو شورا، وکیلانو، او د یادې ناحیې د ښځو او ځوانانو شورا له لوري وستایل شو.  په یادو مراسمو کې د یادې ناحیې اوسیدونکو خپلې ستونزې او وړاندیزونه په بیلابیلو برخو کې له کابل ښاروال شریک کړل. دوی له کابل ښاروال څخه غوښتنه وکړه څو په دولسمه ناحیه کې د پرمختیايي پروژو پلي کولو ته له پخوا ډیره پاملرنه وکړي او دغه راز دې د ځمکو له غصب، پارکونو جوړولو او چاپیریال ساتنې برخو کې د کار کولو غوښتونکي شول.  دوی دغه راز د دولسمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مینې په دویمه څلورلارې کې د مافیايي کړیو پر وړاندې د کابل ښاروالۍ جدي چلند غوره اقدام یاد کړ.  کابل ښاروال د دوی د ستونزو او وړاندیزونو تر اوریدو وروسته دوی ته په خبرو کې وویل چې، چې د ښاري مدیریت په نظام کې ښاروال د کابل ښاریانو خادم دی او تاسو ټول د درنښت وړ یاست.  نوموړي له دې کبله چې خپل نظریات او وړاندیزونه یې پرته له سانسور په ازاده توګه له ده سره شریک کړل مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د دوی وړاندیزونو او نظرونو ته پام به د کابل ښاریانو د ستونزو د حل په موخه اړین اقدامات ترسره کړي. کابل ښاروال وویل چې خلک اړتیا لري، څو په ادارو کې اصلاحات وویني او د کابل ښاروالۍ اړوند ادارې د میاشتې په تیریدو مثبت تغیر او د خلکو باور لاسته راوړي. ښاغلي سلطانزوی وویل چې په کابل ښار کې د ښاري نظم عملیاتي پلان تر لاس لاندې دی، چې په پلي کیدو سره به یې ناحیه په ناحیه د خلکو ستونزې حل شي.  کابل ښاروال مسئولانو ته لارښوونه وکړه، څو د دولسمې ناحیې اوسیدونکو د ستونزو د حل په برخه کې ژر تر ژره اړین اقدامات ترسره کړي.