الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د فروشګاه سیمه تر سینما پامیر پورې له ښاري بې نظمیو پاکه شوه!

30 دلو 1399

د ښاري نظم د راتګ په موخه د دریم ځل لپاره د لومړی ناحیې اړوند د فروشګاه سیمه تر سینما پامیر پورې له ښاري بې نظمیو،ناقانونه او ناقانونه کراچیو پاکې شوې. کابل ښاروالي د تلپاتې ښاري نظم په موخه حمایوي او تقویتي پروګرامونه له مخکې ډیر پلي کوي،څو اقتصادي ودې او د بازارونو پراختیا ته زمینه برابره شي. له بل لوري په دې سیمه کې له بې نظمیو او سرغړونو مخنیوی وشو. موده وړاندې په یاده سیمه کې کابل ښاروالۍ د لاسي توکو پلورونکو لپاره د ځانګړي ډیزاین غرفو په ایښودلو اقدام وکړ څو په یاده سیمه کې تلپاتې ښاري نظم رامنځته شي. خو یو شمیر فرصت غوښتونکو د بیا ځل لپاره په پلو لارو کې د کراچیو په ایښودو په یاده سیمه کې بې نظمۍ رامنځته کړې،چې د عملیاتو په لړ کې د دوی مالونه ظبط او یو شمیر سرغړونکي نغدي جریمه شول. د یادونې وړ ده چې د لاسي توکو پلورونکو د نوي لایحې په تطبیق سره به په ښار کې د لاسي توکو پلورونکو زیات شمیر ستونزې حل او ښاري نظم به رامنځته شي. د یادې لایحې له مخې به دوی ته د تشخصیه شمیر په لرلو سره ځانګړي ځایونه وټاکل شي او ورسره به د دوی فعالیتونه غوره او ګټور شي او د دوی ډیری ستونزې به ورسره حل شي.