د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خلکو په ګډون په شپږمه ناحیه کې #پنجشنبه_حشر ترسره شو!

2 حوت 1399

د ښاري فرهنګ دودونې او د ښاري کثافاتو په مدیریت کې د ښاریانو ونډه اخیستو په موخه نن د شپږمې ناحیې په اړوند سیمو کې پنجشنبې حشر ترسره شو.په یاد تنظیفي حشر کې د کابل ښاروالۍ د مسئولانو سربیره، د ګذر وکیلانو، د ښځو او ځوانانو شورا استازو ګډون کړی وو او د ښار یو شمیر برخې یې پاکې کړې. ښاریانو د کابل ښاروالۍ له تنظیفي پرسونلو سره اوږه په یو شمیر سیمو کې خاورې جارو کړې او له ۳۰  لوړ او ټیت ولتاژ ماشیني وسایلو له لارې، د یوه لوډر، دوو بکهولوډر په واسطه ۲۰ کیلو متره سړک پاک کړ چې د پاکارۍ په لړ کې راټول شوي له ۲۶۰ ویالو ۷۰ متر مکعب اوبړن کثافات راټول او په ټولیزه توګه ۲۶۲ مټریک ټنه راټول شوي کثافات یې د تنظیف ریاست د وسایلو له لارې له ښارده د باندې ولیږدول.