له غاصبینو د غصب د دولتي ځمکو او عام ملکیتونو د بیرته راګرځولو په لړ کې، د شلمې ناحیې اړوند د الیاس خیل په سیمه کې ۱۵ جریبه ځمکه چې پکې د ۳۰ نمرو د بنسټ کارونه هم پیل شوي وو، وپيژندل شوه او له غصب بیرته را وګرځول شوه او دغه راز په یاده سیمه کې د غاصبینو ناقانونه رغونې هم ونړول شوې. د زرغونو سیمو او عام ملکیتونو له د غاصبینو او مافیايي کړیو سره جدي مبارزه دوام لري، څو د عمراني پروژو په پلي کیدو سره ښار غوره بڼه غوره کړي. د یو شمیر ښاریانو په باور په ورڅیرمه سیمو کې لا هم یو شمیر ځمکې د غصب شوې دي، چې د کابل ښاروالۍ مسئولان به ډیر ژر یادې ځمکې وپیژني او د قانون له مخې به تر بیرته راګرځولو وروسته پکې د یادې ادارې پروګرامونه او پلانونه تطبیق شي.
په شلمه ناحیه کې له ۱۶ جریبه ډیره غصب شوې ځمکه له غصب را وګرځول شوه!
2 حوت 1399