کابل ښاروالۍ د ۱۳۹۹ کال د کب په لومړی نېټه، د اوومې ناحیې اړوند د سلطان پاچا زیارت د تپې له من کې د ۱۲۰۰ نیالګیو په کینولو،د ګذر وکیلانو شورا د رئیسانو، ښځو او ځوانانو په ګډون، په هیواد کې د سراسري او تلپاتې سولې راتلو په موخه پیل کړ چې ورسره به د کابل ښار زرغونتیا ډیره شي. د نیالګیو کینولو کار، د کابل ښاریانو لپاره ښه فرصت دی، څو هڅه وکړي د زرغون او ښایسته کابل او ښیرازه چاپیریال راتلو په موخه له کابل ښاروالۍ همغږي او همکار و اوسي. په کابل ښار کې اوسنۍ زرغونتیا او ونې بسنه نه کوي او اړینه ده، څو ښاریان د خپلو هټیو، کورونو او ملکیتونو مخې ته لږ تر لږه د یوه نیالګي په کینولو سره د ښار په زرغونتیا کې برخه واخلي او په دې توګه خپله هیوادنۍ مینه او دیني دنده ادا کړي. د سلطان پاچا په تپه کې په تیرو کلونو کې د کابل ښاروالۍ له لوري ۵ زره نیالګي کینول شوي دي، او اړینه ده د نویو نیالګیو په کینولو سره د یادې تپې لمنې زرغونې شوې دي. د یادونې وړ ده چې، کابل ښاروالي د کابل په دې موسم کې، د نیالګیو کینولو لپاره اړینې تیاریانې لري او د کابل ښار په بیلابیلو ناحیو کې به تر دوه سوه پنځوس زره ډیر نیالګي کینوي.
د کابل ښاروالۍ له لوري د نیالګیو په کینولو کار پیل شو!
2 حوت 1399