الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د پرمختیايي پروګرامونو نوی رئیس معرفي شو!

3 حوت 1399

د ازادې سیالۍ په پایله کې تر بریالي کیدو وروسته انجنیر سمیع الله حمید د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د کابل ښاروالۍ د پرمختیايي پروګرامونو (KMDP) د رئیس په توګه د کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی او مرستیالانو له لوري د یادې ادارې کارکوونکو ته ور وپیژندل شو. کابل ښاروال په یادو مراسمو کې وویل چې په اوسنیو شرایطو کې د ازادې سیالۍ له لارې د داسې وړ او با تجربه کس ټاکل کیدل  د پروژو په اجرا کیدو او غوره خدمتونو وړاندې کولو لپاره اړتیا وه، څو له دې لارې د خلکو ته معیاري خدمتونه وړاندې شي. نوموړي وویل چې په مدیریتي برخو کې د غوره کسانو په ټاکل کيدو سره به په یاده اداره کې شفایت لا غښتلی شي. انجنیر سمیع الله د لوړو زده کړو او ماسټرۍ لرونکی دی او په بیلابیلو ملي او نړیوالو بنسټونو کې ښه کاري مخینه لري. ښاغلی حمید د قراردادونو په مدیریت کې له FIDIC بنسټ تحصیلي سند لري او تر څنګ یې د پروژو په مدیریت کې د دریو کلونو لپاره په جاپان،اندونزیا او هند کې زده کړې کړې دي. ښاغلی حمید دغه راز د یو کابل لپاره د کابل ښاروالۍ د پلان پالیسۍ،نظارت او ارزونې د مرستیال په توګه هم دنده ترسره کړې ده