د شپاړلسمې ناحیې اړوند د قلعه زمان خان پورتنۍ سړک تر خراسان ښارګوټي له خنډونو پاک شو او دغه راز په پلو لارو کې د هټیو ناقانونه رغونې پاکې شوې. په یاده ناحیه کې دښاري ګزمې ټیم د ګزمې پر مهال یوه نانوايي چې له غیر معیاري سون توکو یې ګټه اخیسته، نغدي جریمه شوه او سپارښتنه ورته وشوه چې هرڅه ژر دې خپل سیسټم په ګازي بدل کړي.دغه راز د قلعه زمان خان په سیمه کې یوه ټوټه دولتي ځمکه چې د یوه شخص له لوري په ناقانه توګه په کرایه ورکړل شوې وه پاکه شوه او ناقانونه تاسیسات یې پکې ونړول شول.
په شپاړلسمه ناحیه کې ښاري سرغړونو ته رسیدنه وشوه!
4 حوت 1399