الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په دولسمه ناحیه کې د ښاري نظم عملیاتي پلان په پراخه کچه تطبیق شو!

5 حوت 1399

د ښاري نظم د راتګ په موخه د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د دولسمې ناحیې یو شمیر سیمې له لسګونو بې نظمیو او د ځمکو له غصب پاکې شوې. له محبس تر دویمې څلورلارې ۱۰۰ غرفې او کپې چې د یو شمیر مافیايي کړیو اړوند وې او په څلور جریبه ځمکه کې یې ناقانونه فعالیت کاوه ونړول شوې. دغه راز د امنیت ښارګوټي عمومي سړک او د افغان ښارګوټي د څلورم سړک ترمنځ د ۸۰ مترو په اوږدوالي نښلوونکی سړک چې یو شمیر غاصبینو پرې په ناقانونه توګه دیوالونه رغولي وو،ونړول شول او اړوند نورې سیمې یې هم له بې نظمیو پاکې شوې.  سړکونه او په زرغونو سیمو پورې اړوند ځایونه عام ملکیتونه دي،چې یو شمیر وګړي باید نباید د خپل ځان لپاره له هغه ګټه پورته کړي.  کابل ښاروالي د غصب شویو سیمو د بیرته راګرځولو په برخه کې هڅې کوي، څو له مافیايي کړیو خلاصي شي او ټول ښاریان ترې د پلان او پروګرامونو له مخې ګټه پورته کړي. له ښاري اصولو او قوانینو ګټه اخیستنه، په ښاري ژوند کې سوکالۍ او اقتصادي ودې ته زمینه برابروي