الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د قصبې سیمې هغه موټر پلورنځي چې د کابل ښاروالۍ پوروړي وو بند شول!

5 حوت 1399

کابل ښاروالۍ نن د قصبې په سیمه کې د هغه موټر پلورنځیو فعالیتونه بند کړل چې د کابل ښاروالۍ پوروړي وو او د پور په ادا کولو کې یې بي غوري کړې وه. د قصبې په سیمه کې ۵۶ موټر پلورنځي د ۱۰۰ میلیونه څخه ډیرو افغانیو په ارزښت د کرایې له امله د کابل ښاروالۍ پوروړي دي. دوی د پیسو ورکړې پړاونو تر ټاکلو وروسته په لومړي پړاو کې ۳۲ موټر پلورنځیو د ۱۳ ملیونه افغانیو په ورکړه کې ځنډ درلود او په همدې موخه بندې شوې او د پور تر ادا کولو پورې به د فعالیت اجازه ورنه کړل شي.  کابل ښاروالي د امنیتي او عدلي ادارو په مرسته دا موضوع په جدي توګه څیړي، څو ملي عواید په ځانګړې توګه د کرایې محصول له ملکیتونو په بشپړه توګه ترلاسه شي او د کابل ښاروالۍ په حساب کې ور زیات شي. د کابل ښاروالۍ عواید د دې لویې خدماتي ادارې لویه مالي سرچینه ده، چې باید حکمي او حقیقي اشخاص یې په ورکړه چې ځند او ناغړیتوب ونه وکړي.