د کابل ښار د زرغونتیا او ښکلا او د نیالګیو کینولو نړیوالې ورځې په اړه د همغږۍ غونډه د کب په ۵ نېټه د کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی او د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د مشر شاه زمان میوندي ترمنځ په ۱۴۰۰ کال کې د ادارو د ونډې،په ځانګړې توګه د کابل ښاریانو د برخې اخیستنې په اړه ترسره شوه او په اړه یې بحث او خبرې اترې وشوې. کابل ښاروال په دې برخه کې د خپلې ادارې د پروګرامونو د اعلان تر څنګ زیاته کړه چې دوی به د ۳۰۰ زره شاوخوا نیالګي د ښایسته او زرغونو سیمو د پراختیا او یوه سالم چاپیریال رامنځته کولو په موخه کینوي او دغه راز یې د ښایسته کابل رامنځته کیدو په اړه رڼا واچوله. ښاغلي سلطانزوی وویل چې،د کابل ښار د نیالګیو ساتنې او خړوب په برخه کې یو له پرلپسې پروګرامونو د خړوب لپاره د قطره ای سیسټم رامنځته کول دي چې کار یې د تیر کال راپدیخوا تر لاس لاندې دی او په کابل ښار کې زرغونې سیمې او ونې بسنه نه کوي او ښاریان باید د خپلو هټیو او ملکیتونو مخې ته لږ تر لږه د یوه نیالګي په کینولو سره خپله ښاري او دیني ونډه ادا کړي. نوموړي زیاته کړه چې،هغه سیمې چې د زرغونتیا قابلیت لري،د دوی د ادارې له لوري د ښاري پروګرامونو له لارې به پکې راتلونکی کال ډیری پارکونه او زرغونې سیمې ورغول شي او کابل ښاروالي اماده ده څو په بیلابیلو ناحیو کې ۳۰۰ زره اصلي نیالګي کینوي. د چاپیریال ساتنې ملي ادارې مشر ښاغلي میوندي د کابل ښاروالۍ او د دوی د ادارې ترمنځ ښه همغږي د ستاینې وړ وبلله او د نیالګیو کینولو په ارزښت او په دې برخه کې د خپلې ادارې پر پلانونو یې رڼا واچوله او دغه راز یې په دې پروسه کې د کابل ښاروالۍ ونډه له ارزښت څخه ډکه وبلله.
د کب د شلمې(د نیالکیو کینولو ملي ورځې) په اړه د همغږۍ غونډه ترسره شوه!
6 حوت 1399