د ښاري تلپاتې نظم راتلو په موخه، د دوه ویشتمې ناحیې په یو شمیر سیمو کې ښاري بې نظمیو ته رسیدنه د یو شمیر حمايوي او تقویتي پروګرامونو له لارې دوام لري،څوغصب شوې ځمکې بیرته آزادې شي او دغه راز تلپاتې پراختیا ته زمینه برابره شي. د یادو عملیاتو په لړ کې د صنفونو د فعالیتونو منظم کولو په ځانګړې توګه د بګرامیو او ملالۍ څلورلارې په سیمو کې په وروستیو کې په دې سیمه کې یوه ریګریشن په ناقانونه توګه فعالیت کاوه رسیدنه وشوه او د یوې څاه په کیندلو سره، د نورو سیمو د څښاک اوبو ته د زیان رسولو سربیره، د چاپیریالي ککړتیا، د اوبو لوري په بدلولو سره د سړک د نړیدو او د ترافیکي جریان د بندښت سبب ګرځیدلي وو، چې د مسئولانو له لوري ورته رسیدنه وشوه او او ناقانونه رغونې یې ورته ونړول شوې. فعالیت کوونکي یې تادیب شول، څو هرڅه ژر یاده سیمه خالي کړي. کابل ښاروالي د کابل ښار د تلپاتې نظم او له ملکیتونو د ګټې اخیستنې چارې څاري او له قانون ماتونکو سره به جدي قانوني چلند وشي.
په دوه ویشتمه ناحیه کې ښاري بې نظمیو ته رسیدنه کیږي او دا لړۍ روانه ده!
6 حوت 1399